د پاکستان په اسلامآباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب، په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د دفتر له نوي رئیسه نوریکو تکاګي سره په کتنه کې دا شمېرې اعلان کړې. د طالبانو د سفارت د اعلامیې له مخې، هغه زیاته کړې ده چې طالبان د کډوالو له راستنېدو هرکلی کوي او د موجودو امکاناتو په پام کې نیولو سره یې د هغوی د رسېدنې او خدماتو وړاندې کولو لپاره هڅې کړې دي.
د اسلامآباد د طالبانو سفیر ویلي دي چې دغه ډله پر دې ټینګار لري چې د افغانستان د کډوالو چارې باید د اړوندو لورو ترمنځ د ګډ میکانیزم او مشورې پر بنسټ پرمخ ولاړ شي، ترڅو د هغوی د هر ډول ځورونې مخه ونیول شي او د هغوی بشري حقونه، کرامت او عزت خوندي پاتې شي.
د طالبانو د سفارت د اعلامیې له مخې، په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د دفتر رئیس ویلي دي چې هڅه کوي د افغان کډوالو ستونزې سمې وپېژني او د ټولو اړوندو لورو سره په همغږۍ مناسب حل لارې ورته ومومي.
طالبانو د ۲۰۲۳ کال سپتمبر راهیسې د افغان کډوالو د پراخې ایستلو بهیر پیل کړی و. د افغان کډوالو ایستل د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اختلافونو د زیاتېدو په پایله کې وغځېدل.




