د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشر مېشتېدنې پروګرام ، اعلان کړی چې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د دیارلسم نړیوال ښاري پراختیا غونډې په ترڅ کې به د افغان کډوالو د پراخ بېرته ستنېدو د اغېزو په اړه ځانګړې غونډه ترسره سي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، دا غونډه د شپږ ورځني غونډې په درېیمه ورځ ترسره کېږي، او پکښې به چارواکي او کارپوهان د بېځایه سویو د مېشتېدو، پر ښاري بنسټیزو جوړښتونو فشار، د اقلیمي بدلونونو او اساسي خدماتو ته د لاسرسي اړوند ننګونو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړي.
د ملګرو ملتونو د بشر مېشتېدنې پروګرام همداراز ویلي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر پنځو میلیونو زیات افغان کډوال هېواد ته بېرته ستانه سوي دي؛ داسې بهیر چې پر افغانستان یې پراخ اقتصادي، ټولنیز او انساني فشارونه وارد کړي دي.
د دې ادارې په وینا، د کډوالو د بېرته ستنېدو زیاتوالي په افغانستان کې د اوسيدو د ځای ، د کاري فرصتونو او ښاري خدماتو اړتیاوې په څرګند ډول زیاتې کړې دي.




