طالبان: ۳۰۰ افغان کډوال له پاکستاني زندانونو خوشې شول

د طالبانو د کډوالو وزارت اعلان کړی دی چې ۲۹۵ افغان کډوال چې په پاکستاني زندانونو کې ساتل کېدل، د روانې اونۍ په اوږدو کې خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
طالبان: ۳۰۰ افغان کډوال له پاکستاني زندانونو خوشې شول

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د کډوالو وزارت اعلان کړی دی چې ۲۹۵ افغان کډوال چې په پاکستاني زندانونو کې ساتل کېدل، د روانې اونۍ په اوږدو کې خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، له دغو کډوالو ۳۲ تنه د اسپین‌بولدک له تګ‌راتګ لارې او ۲۶۳ نور د تورخم له فرضي کرښې افغانستان ته ننوتلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، خوشې شوو کډوالو د ثبت بهیر او مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي اوسېدو سیمو ته لېږدول شوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x