اوکراین د روسیې د نوي پراخ برید احتمال خبرداری ورکړ

د اوکراین ولسمشر خبرداری ورکړ چې روسیه په راتلونکو ورځو کې د اوکراین پر وړاندې د یوه نوي پراخ برید د ترسره کولو لپاره چمتووالی نیسي.
اوکراین د روسیې د نوي پراخ برید احتمال خبرداری ورکړ

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د اوکراین ولسمشر خبرداری ورکړ چې روسیه په راتلونکو ورځو کې د اوکراین پر وړاندې د یوه نوي پراخ برید د ترسره کولو لپاره چمتووالی نیسي. ولودیمیر زیلینسکي له اوکرایني اتباعو وغوښتل چې د بریدونو د احتمال په وړاندې امنیتي خبرداریو ته جدي پاملرنه وکړي.

زیلینسکي په خپل شپني ویډیویي پیغام کې وویل: «له بده مرغه، موږ هغه معلومات لرو چې ښیي روسان د یوه نوي پراخ برید چمتووالی نیسي.»

هغه له اوکرایني اتباعو وغوښتل چې په راتلونکو ورځو کې د توغندیو د بریدونو اړوندو خبرداریو ته جدي پاملرنه وکړي. زیلینسکي همدارنګه وویل چې اوکراین به هغه سیمې او زیربناوې چې د روسیې په بریدونو کې زیانمنې شوې دي بیا ورغوي او پر هر روسي برید به ځواب ووایي.

دا همدې اونۍ کې زیلینسکي د روسیې د نویو بریدونو د احتمال په اړه دوهم خبرداری دی.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی دی چې روسي ځواکونو له سپتمبر میاشتې راهیسې تقریباً په دوامداره توګه او شپه او ورځ کییف او د اوکراین نور ښارونه د هوایي بریدونو هدف ګرځولي دي.

په وروستي برید کې، روسیې د پنجشنبې په سهار په بالستیک توغندیو کییف ته برید وکړ. د دې ښار د ښاروال ویتالي کلیچکو په وینا، په دې برید کې اووه کسان ټپیان شول او یو سوداګریز مرکز او دوه نورې ودانۍ زیانمنې شوې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x