د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ دیمیټري پسکوف، د روسیې د کرملین ماڼۍ ویاند، په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې روسیه به په اوکراین کې د بهرنیو پوځي واحدونو د ځای پر ځای کېدو اجازه نه ورکوي.
د اناتولي خبري اژانس له قوله، پسکوف د بریتانیا د پخواني لومړي وزیر بوریس جانسن هغو څرګندونو ته په غبرګون کې چې ویلي یې وو اروپايي ځواکونه باید د اوربند له ترلاسه کولو مخکې اوکراین ته ولېږل شي، وویل: «په اوکراین کې د بهرنیو پوځي واحدونو ځای پر ځای کول د روسیې لپاره په بشپړ ډول د منلو وړ نه دي او د زغملو وړ نه دي.»
هغه بیا په دوام کې زیاته کړه چې جانسن د اوکراین د بحران د حل په بهیر کې مخرب رول لوبولی او په ۲۰۲۲ کال کې یې د جګړې د پای ته رسېدو مخه نیولې ده.
پسکوف د روسیې د فدرالي احصایې خدمت ته د سایبري برید وروسته د اوکراین په جګړه کې د روسیې د پوځ د تلفاتو د معلوماتو د افشا په اړه وویل: «د روسیې د دفاع وزارت یوازینی هغه بنسټ دی چې د تلفاتو اړوند معلوماتو د رسمي اعلانولو اجازه لري. نو له نورو سرچینو څخه شریک شوي معلومات باید له پامه ونه غورځول شي.»




