د طالبانو د مخالفینو ۱۵ کسیزه سلاکاره پلاوی جوړ شو

محمد محقق، د افغانستان ولس اسلامي وحدت ګوند مشر، وايي چې د طالبانو د مخالفینو دریم پړاو غونډه «د باور او یووالي په لور خبرې اترې» په سرلیک د اسپانیا د بهرنیو چارو په وزارت کې ترسره شوه او په ترڅ کې یې ۱۵ کسیزه سلاکاره پلاوی وټاکل شو
د طالبانو د مخالفینو ۱۵ کسیزه سلاکاره پلاوی جوړ شو

محمد محقق، د افغانستان د ولس اسلامي وحدت ګوند مشر، د طالبانو د مخالفینو د دریم پړاو غونډې د «د باور او یووالي په لور خبرې اترې» په سرلیک د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت کې د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.

ښاغلي محقق په یوه پیغام کې ویلي دي چې دا غونډه د «زنان برای افغانستان» سازمان په نوښت او د سیاسي ګوندونو او بهیرونو، مدني بنسټونو او د ښځو د حقونو فعالانو د استازو په پراخه حضور سره ترسره شوې ده.

د هغه په وینا، د دې خبرو اترو دوه پخواني پړاوونه په لندن او اسلام‌آباد کې ترسره شوي وو او د اسپانیا د ناستې هدف د طالبانو د مخالفینو ترمنځ د متقابل باور، همغږۍ او یووالي پیاوړتیا او د طالبانو پر وړاندې د یو هر اړخیز سیاسي بدیل د وړاندې کولو هڅه وه.

محقق زیاته کړې ده چې د دې غونډې په ترڅ کې د ۱۵ کسیزې سلاکارې پلاوي غړي وټاکل شول او د ناستې په دوهمه برخه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو هېوادونو استازو او کارپوهانو په آنلاین ډول برخه اخیستې ده.

هغه ټینګار کړی دی چې د دې خبرو اترو هدف د سیاسي بهیرونو، قومونو، ښځو او مدني بنسټونو په مشارکت سره د یو هر اړخیز او ملي سیاسي نظام د جوړېدو لپاره زمینه سازي او د افغانستان د اتباعو د بنسټیزو حقونو او ازادیو تضمینول دي.

د افغانستان د ولس اسلامي وحدت ګوند مشر هیله څرګنده کړې ده چې د دې ډول ناستو دوام به د ملي اجماع د جوړېدو او د افغانستان د اوسني بحران د تېرېدو لپاره مرسته وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x