د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی دی چې د افغانستان بشردوستانه صندوق شاوخوا ۳۲ میلیون ډالره په ټول هېواد کې د اړمنو خلکو د ملاتړ لپاره ځانګړي کړي دي.
اوچا د پنجشنبې په ورځ، د ليندۍ په ۵مه، د دې خبر په خپرولو سره ویلي دي چې دا بودیجه په افغانستان کې د بشردوستانه همکارو بنسټونو د ملاتړ لپاره په بېلابېلو برخو کې په پام کې نیول شوې ده.
د دې بنسټ په وینا، د دې بودیجې د ځانګړي کولو هدف په هېواد کې تر ټولو زیانمنو ټولنو ته د ژغورونکو مرستو برابرول دي.
زیناتو بوکاري، د افغانستان بشردوستانه صندوق (AHF) مدیرې، ویلي دي چې دا بودیجه په بېلابېلو برخو کې د ۴۵ نویو پروژو د اجرا زمینه برابروي.
هغې زیاته کړې ده چې د دې پروژو اجرا به بشردوستانه بنسټونو سره مرسته وکړي ترڅو اړمنو کسانو ته په وخت، هدفمندې او ژغورونکې مرستې ورسوي.




