طالبانو د قزاقستان په همکارۍ د لېرې درملنې (ټيلي‌میډیسن) د آزموینې پروګرام پیل کړ

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي چې د قزاقستان په همکارۍ یې د ناروغانو د لېرې درملنې (ټيلي‌میډیسن) د آزموینې پروګرام پیل کړی دی.
طالبانو د قزاقستان په همکارۍ د لېرې درملنې (ټيلي‌میډیسن) د آزموینې پروګرام پیل کړ

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي چې د قزاقستان په همکارۍ یې د ناروغانو د لېرې درملنې (ټيلي‌میډیسن) د آزموینې پروګرام پیل کړی دی. د دغه وزارت په وینا، ټاکل شوې ده چې دا سیستم د یوې ټاکلې مودې لپاره په ازموینې ډول په افغانستان کې په درېیو طبي مرکزونو کې وکارول شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ، د ليندۍ په پنځمه، په یوه خبرپاڼه کې ولیکل چې د لېرې درملنې (ټيلي‌میډیسن) سیستم ازموینې د یو شمېر ډاکټرانو، د دغې ډلې چارواکو او د قزاقستاني شرکت انجنیرانو په حضور په کابل کې د مرکزي پولي کلینیک کې پیل شو.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې مراسم کې د لېرې درملنې سیستم د ګټو او وړتیاوو او د هغه د کار کولو د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې شول.

دغه وزارت ولیکل چې د کابل پولي کلینیک ډاکټرانو او مسلکي مسؤلینو په عملي ډول له دې سیستم کار واخیست او څو ناروغان یې په ازموینې ډول د لېرې درملنې لاندې ونیول. د طالبانو د روغتیا وزارت زیاته کړه چې د دې سیستم په کارولو سره له قزاقستاني ډاکټرانو سره مستقیمه اړیکه ټینګه شوه او د لېرې مشورې ورکولو او تخصصي نظر تبادلې امکانات وازمویل شول.

د طالبانو د روغتیا وزارت د راپور له مخې، د ازموینې پړاو له بشپړېدو وروسته به د دې پروګرام پایلې او لاسته راوړنې د تخنیکي ټیم په حضور وڅېړل شي او د موندنو له مخې به د نورو طبي مرکزونو ته د هغه د پراخولو د څرنګوالي په اړه پرېکړه وشي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x