د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چي په افغانستان کې په سختې خوارځواکۍ د اخته سویو ماشومانو د درملنې لپاره چمتو سوي درملیز خواړه ورسپاري.
یونیسف د چهارشنبې په ورځ، د سرطان په ۳۱مه، په اېکس پاڼه کې په خپاره کړي پیغام کې لیکلي دي چي دا پروګرام د اروپايي ټولنې د بشري مرستو د ادارې په ملاتړ پلي کېږي او موخه یې د ماشومانو ترمنځ د سختې خوارځواکۍ راکمول دي.
دې بنسټ ټینګار کړی دی چي چمتو درملیز خواړه کولای سي په سختې خوارځواکۍ د اخته سویو ماشومانو د روغتیايي حالت په چټک ښه کېدو او د هغوی د وزن په زیاتېدو کې مرسته وکړي او د درملنې په بهیر کې مهم رول ولري.
یونیسف په داسې حال کې د دې مرستو پر دوام ټینګار کوي چي په افغانستان کې لا هم میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي او د زیانمنو کورنیو اړتیاوې د خوړو او درملیزو خدمتونو لپاره ورځ تر بلې زیاتېږي.
له دې وړاندې، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال همیش فالکونر ویلي وه چي په افغانستان کې ۱۷.۴ میلیونه کسان له سختی خوراکي ناامنۍ سره مخ دي او دا هېواد لا هم په نړۍ کې د ماشومانو او میندو د خوارځواکۍ له تر ټولو لوړو کچو څخه برخمن دی.




