د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د «مور او ماشوم د نغدي مرستو پروګرام» د افغانستان د زیانمنو کورنیو د ملاتړ په موخه پلې کېږي.
یونیسف په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې دغه پروګرام د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په ملاتړ، اړمنو کورنیو ته روغتیايي او د خوړو خدمتونو ته د لاسرسي په ښه کېدو کې مرسته کوي.
د دغه بنسټ په وینا، د دې پروګرام موخه د میندو او ماشومانو د روغتیا ملاتړ او د ماشومانو د سالم ژوند د پیل لپاره د مناسبو شرایطو برابرول دي.
یونیسف تر دې وړاندې هم اعلان کړی وو چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ د کمولو او د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د روغتیا د ښه کېدو لپاره، امیندواره ښځو ته غذایي بشپړوونکي توکي ورکوي.
دا پروګرامونه په داسې شرایطو کې دوام لري چې افغانستان لا هم له پراخ بشري ناورین، بېوزلۍ، د اقتصادي فرصتونو له محدودیتونو او د ډېرو کورنیو لپاره روغتیايي خدمتونو او خوړو ته د لاسرسي له جدي ستونزو سره مخ دی.



