په افغانستان کې د تودوخې د لوړېدو او د سختې ګرمۍ د څپې په اړه د روغتیا د نړیوال سازمان خبرداری

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په افغانستان کې د هوا د تودوخې د لوړېدو او د سختې ګرمۍ د څپې په اړه خبرداری ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې د روغتیايي سپارښتنو او مخنیوي تدابیرو په مراعتولو سره، خپل ځان او د خپلې کورنۍ غړي د سختې ګرمۍ له خطرونو څخه وساتي.
په افغانستان کې د تودوخې د لوړېدو او د سختې ګرمۍ د څپې په اړه د روغتیا د نړیوال سازمان خبرداری

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په افغانستان کې د هوا د تودوخې د لوړېدو او د سختې ګرمۍ د څپې په اړه خبرداری ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې د سختې ګرمۍ د خطرونو د کمولو لپاره اړین تدابیر غوره کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د شنبې په ماښام، د سرطان په ۲۷مه، د یوې خبرتیا په خپرولو سره اعلان کړی چې په منظم ډول د اوبو څښل، د نریو او پراخو جامو اغوستل، د سیوري لرونکې خولۍ کارول، په یخو اوبو غسل کول او د سپکو خوړو خوړل، د سختې ګرمۍ پر وړاندې د مبارزې له اغېزمنو لارو څخه ګڼل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه سپارښتنه کړې چې وګړي دي تر خپل وسه پورې په سیوري لرونکو ځایونو کې واوسي، هره ورځ له دوو تر درېیو ساعتونو پورې په یخو چاپېریالونو کې وخت تېر کړي او د ورځې په ګرمو ساعتونو کې له درنو بدني فعالیتونو څخه ډډه وکړي. دغه بنسټ همدارنګه په پارک سویو موټرو کې د ماشومانو د پرېښودو په اړه خبرداری ورکړی دی.

دغه خبرداری په داسې حال کې خپرېږي چې د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې هم وړاندوینه کړې چې د چهارشنبې تر ورځې پورې به د افغانستان په یو شمېر شمالي او لوېدیځو سیمو کې د هوا تودوخه له ۴۵ سانتي ګراد څخه لوړه سي.

روغتیايي چارواکو ټینګار کړی چې په ګرمو ورځو کې د روغتیايي سپارښتنو مراعتول کولای سي د تودوخې له امله د ناروغۍ، د بدن د اوبو د کمښت او د تودوخې د لوړېدو له امله د نورو رامنځته کېدونکو ستونزو مخه ونیسي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x