طالبانو اعلان کړی چې د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د یوه پنځوس بستریز عمومي روغتون د جوړولو چارې پیل سوې دي.
طالبانو پورې تړلې باختر خبري آژانس د چهارشنبې په ورځ، د سرطان په ۲۴مه، راپور ورکړی چې د دې پروژې د پلي کېدو لګښت نږدې ۵۰ میلیونه افغانۍ دی او د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت له پراختیايي بودجې څخه تمویلېږي.
د دغه راپور له مخې، دغه روغتون به پر پنځه جريبه ځمکه جوړ سي او اټکل کېږي چې د جوړولو چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې سي.
طالبانو ویلي چې دغه روغتیايي مرکز به له بشپړېدو وروسته د داخله ناروغیو، جراحۍ، نسایي او ولادي او ماشومانو په برخو کې د سیمې اوسېدونکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
دا پروژه په داسې حال کې پیل کېږي چې د افغانستان روغتیايي نظام په وروستیو کلونو کې له پراخو ستونزو، لکه د بودجې له کمښت، د بشري مرستو له راکمېدو، د سرچینو له محدودیت او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د شمېر له کمېدو سره مخامخ سوی، او دغو ستونزو د هېواد په ډېرو سیمو کې د وګړو لپاره روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لا ستونزمن کړی دی.



