په هلمند ولایت کې د طالبانو چارواکو اعلان کړی چې ۶ زره او ۸۸۲ کیلوګرامه قاچاقي درمل، چې په تېرو درېیو اوونیو کې د دغه ولایت په ګمرک کې نیول سوي وو، له منځه وړي دي. دې ډلې سوداګرو ته هم خبرداری ورکړی چې د قاچاقي توکو له واردولو او لېږدولو څخه ډډه وکړي.
د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر د یکشنبې په ورځ (د سرطان ۲۸مه) په خپره سوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې له منځه وړل سوي درمل ۵ زره او ۷۲۲ کیلوګرامه انساني درمل او یو زرو او ۱۶۰ کیلوګرامه کرنیز درمل وو.
د خبرپاڼې له مخې، نیول سوي درمل د قانوني پړاوونو تر بشپړېدو او د محکمې د حکم له صادرېدو وروسته وسوځول سول. خو د طالبانو چارواکو د دغو توکو د سرچینې او هغه هېواد په اړه، چې درمل ترې افغانستان ته راوړل سوي وو، جزیات نه دي ورکړي.
طالبانو له سوداګرو غوښتي دي چې د قاچاقي توکو له واردولو څخه ډډه وکړي او خپلې سوداګریزې چارې د قانوني لارو له مخې ترسره کړي.
دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې د تېر شاوخوا یوه کال راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي سوداګرۍ یوه د پام وړ برخه له پرلهپسې ګډوډۍ او درېدلو سره مخ سوې ده. د دې حالت له امله، ځینو کسانو د اړتیا وړ توکو د لېږد لپاره قاچاق ته مخه کړې ده.



