د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ ریچارډ بنټ، د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی د افغانستان لپاره د بشري حقونو په چارو کې، د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه وکړه. هغه پر قربانیانو د عدالت تأمین، د هغوی ملاتړ او د تاوتریخوالي عاملینو مسؤلیتپالنه ټینګار وکړ.
ریچارډ بنټ د پنجشنبې په ورځ، د ليندۍ په پنځمه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې وویل چې سږنی ۱۶ ورځنی کمپاین پر قربانیانو د عدالت لاسرسي، د تاوتریخوالي له ژوندي پاتې شوو کسانو ملاتړ او د تاوتریخوالي عاملینو د مجازاتو څخه د مصونیت پای ته رسولو تمرکز لري. هغه وویل: «د افغانستان په ښځو او نجونو لپاره، هېڅ موضوع د دې په اندازه مهمه او بیړنې نه ده.»
بنټ وویل چې هغه د افغانستان د ښځو او نجونو ترڅنګ ولاړ دی او د هغوی د امنیت او له جنسیتي تاوتریخوالي څخه د لرې ژوند کولو حق ملاتړ کوي. هغه ټینګار وکړ چې باید پر ښځو تاوتریخوالی عادي کېدو ته پرېنښودل شي یا عاملین یې له مسؤلیتپالنې وتښتي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي یو ځل بیا په افغانستان کې د «جنسیتي آپارتاید» په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې افغان ښځې او نجونې باید د خپل هېواد د راتلونکي په اړه پرېکړهنیونې کې برخه ولري.
سږنی نړیوال ۱۶ ورځنی کمپاین د جنسیتي تاوتریخوالي پر وړاندې مبارزې د ليندۍ په څلورمه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې سره هممهاله پیل شو او د ليندۍ تر ۱۹مې، د بشري حقونو د نړیوالې ورځې پورې دوام لري.




