د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ نورالدین عزیزي، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) له مشرې رباب فاطمې سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي دي چې دا کتنه نن ماسپښین (پنجشنبه، د ليندۍ ۵مه) ترسره شوه او په کې دواړو لورو د «د دوحې څلورمې ناستې، د هغې د اهدافو، پروګرامونو او د ترسره کېدو د څرنګوالي» په اړه بحث او نظرونه تبادل کړل.
دغه وزارت زیاته کړې ده چې رباب فاطمې د هغې ناستې د اهدافو، پروګرامونو او په کې د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو د ګډون په اړه معلومات وړاندې کړل او د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نظرونه او وړاندیزونه یې وغوښتل.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) تر دې دمه د دې کتنې او په کې د بحث شوو موضوعاتو په اړه څه نه دي ویلي.
د دوحې د بهیر دریمه ناسته د طالبانو د استازو په حضور او د افغانستان د ښځو او مدني ټولنې د استازو پرته، د ۱۴۰۳ لمریز کال د سرطان په ۱۰ او ۱۱مه ترسره شوې وه.




