په بغلان کې زرګونې راستنېدونکې کورنۍ د سرپناه له بحران سره مخ دي

د بغلان یو شمېر دیني عالمان او محلي چارواکي وايي چې دغه ولایت ته راستانه شوې زرګونې کورنۍ له سختو معیشتي ستونزو، د دایمي سرپناه نشتوالي او د ژوند د بنسټیزو امکاناتو له کمښت سره مخ دي.
بغلان ته راستانه شوې کورنۍ

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د بغلان یو شمېر دیني عالمان او محلي چارواکي وايي چې دغه ولایت ته راستانه شوې زرګونې کورنۍ له سختو معیشتي ستونزو، د دایمي سرپناه نشتوالي او د ژوند د بنسټیزو امکاناتو له کمښت سره مخ دي. هغوی دا ستونزې د طالبانو د کډوالو وزیر عبدالکبیر سره په کتنه کې مطرح کړې دي.

د طالبانو د کډوالو وزارت د اعلان له مخې، د بغلان استازو په دې کتنه کې ویلي دي چې په دغه ولایت کې د مرکز او ولسوالیو زرګونې راستنېدونکې کورنۍ، د ژمي د فصل په نږدې کېدو سره، بیړنیو مرستو، خوراکي توکو، ګرمو جامو او سرپناه ته اړتیا لري.

عبدالکبیر په دې کتنه کې ویلي دي چې په افغانستان کې به په اوو شمالي ولایتونو کې د مرستو د وېش بهیر ژر پیل شي.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې نړیوالو بنسټونو هم څو ځله د افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو د سخت وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی.

مخکې د کډوالۍ نړیوال سازمان راپور ورکړی و چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر دې دمه نږدې ۱.۳ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي. د دغو کسانو لویه برخه له راستنېدو وروسته له ننګونو لکه د سرپناه نشتوالي، بې‌کارۍ او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په ناتوانۍ سره مخ ده.

بیشتر بخوانید:  په مشهد کې د «جان‌فدا» لویه خلکي مانور؛ د رضوي حرم په لور د ۱۱۰ زرو بسیجي ځواکونو غونډه

د دغه راپور له مخې، ډېری کډوال له راستنېدو وروسته د کاري فرصتونو له کمښت او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x