په ۲۰۲۶ کال کې له آلمانه د سلګونو افغان کډوالو ایستل

د آلمان حکومت اعلان کړی دی چې د ۲۰۲۶ کال د جنوري څخه تر اکتوبر میاشتې پورې، لږ تر لږه ۲۱۹ افغان اتباع یې له دغه هېواد څخه ایستلي دي؛
اخراج مهاجران افغانستانی از آلمان

د آلمان حکومت اعلان کړی دی چې د روان میلادي کال په اوږدو کې یې ۲۱۹ افغان کډوال او اتباع له دغه هېواد څخه ایستلي دي.

د آلمان رسنیو د جمعې په ورځ، د ليندۍ په شپږمه، راپور ورکړی دی چې دا کسان د ۲۰۲۶ کال د جنوري څخه تر اکتوبر میاشتې پورې له آلمانه ایستل شوي دي.

د دې راپور له مخې، د آلمان حکومت هغو کسانو ته سربېره چې په جرم محکوم شوي دي، هغه اتباع هم ایستلي چې هېڅ ډول کیفري محکومیت نه لري.

همدارنګه، د آلمان حکومت اعلان کړی دی چې د ۲۰۲۵ کال د جنوري څخه تر ۲۰۲۶ کال د سپتمبر تر پایه پورې یې د ۳۳۷ افغان اتباعو د ایستلو قطعي حکمونه صادر کړي دي.

له دې ډلې، ۱۷۲ تنه تر روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر پایه پورې لا هم په آلمان کې حضور درلود

اړوند مطالب:

بیشتر بخوانید:  طالبان د کډوالو لپاره د خوړو مرستې او سرپناه غوښتنه وکړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x