ملګري ملتونه: افغانستان لا هم د نړۍ یو له څلورو اصلي لوږې بحران سیمو څخه دی

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د نړیوال خوړو پروګرام خبرداری ورکړی دی چې افغانستان لا هم د نړۍ یو له څلورو اصلي لوږې بحران سیمو څخه دی او وړاندوینه کېږي چې تر ۱۴۰۶ کال حمل میاشتې پورې به شاوخوا ۱۹.۲ میلیونه کسان په دغه هېواد کې له سختې خوړو ناامنۍ یا له هغې بدتر وضعیت سره مخ شي.
په افغانستان کې خلک د خوړو مرستې کڅوړې وړي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ ملګرو ملتونو یو ځل بیا افغانستان د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، هایتي او فلسطین ترڅنګ د خوړو د بحران د څلورو سیمو په لیست کې چې د اندېښنې کچه یې ډېره لوړه ده، ځای پر ځای کړی دی. د دغه سازمان د وړاندوینې له مخې، تر ۱۴۰۶ کال حمل میاشتې پورې به شاوخوا ۱۹.۲ میلیونه کسان په افغانستان کې له سختې خوړو ناامنۍ یا له هغې بدتر وضعیت سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) او د نړیوال خوړو پروګرام په ګډ راپور کې راغلي دي چې شاوخوا ۱.۳ میلیونه امیندوارې ښځې او شیدې ورکوونکې مېندې به هم په افغانستان کې په دې موده کې له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

همدارنګه وړاندوینه شوې ده چې په ۲۰۲۷ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه د شپږ تر ۵۹ میاشتو ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

فائو او د نړیوال خوړو پروګرام د جمعې په ورځ، د ليندۍ په شپږمه، خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان کې د خوړو ناامني لا هم د بشردوستانه جدي اندېښنو له ډلې شمېرل کېږي.

په دې راپور کې د نړۍ د لوږې د ۱۶ بحراني سیمو نومونه اخیستل شوي چې د سرطان میاشتې د راپور په پرتله درې موردونه زیات دي. د ملګرو ملتونو بنسټونو د زیانمنو سیمو کې د لوږې د بحران د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی او د بیړنیو اقداماتو او اړمنو کسانو ته د خوړو د مرستو د تأمین غوښتنه کړې ده.

بیشتر بخوانید:  د فائو په ملاتړ په پکتیا کې د اوبولګولو د کانال بیا رغونه او ګټه اخیستنه

د دې راپور له مخې، د ۱۴۰۵ کال له قوس څخه تر ۱۴۰۶ کال ثور پورې به په نړۍ کې په یو شمېر سیمو کې سخته خوړو ناامني په پام وړ توګه زیاته شي.

فائو او د نړیوال خوړو پروګرام اقلیمي بدلونونه او د ال‌نینو پدیده په سویلي افریقا، د منځنۍ امریکا وچ دهلیز او د یوګانډا شمال ختیځ کې د خوړو د بحران د زیاتېدو اصلي عوامل بللي دي.

په دې راپور کې راغلي دي چې جګړې او وسله‌وال تاوتریخوالی لا هم په ۱۶ پېژندل شوو سیمو کې په ۱۲ موردونو کې د سختې خوړو ناامنۍ اصلي عوامل دي.

سوډان، سویلي سوډان، سومالیا، د نایجیریا یو شمېر برخې او یمن هغه پنځه سیمې دي چې په تر ټولو لوړه اندېښنه کچه کې دي. په ځینو دې سیمو کې د قحطۍ خطر هم پېژندل شوی دی.

همدارنګه، په دې پنځو سیمو کې د خوړو امنیت او تغذیې د تأمین لپاره د بشردوستانه مرستو بودیجه له ۵.۱ میلیارد ډالرو څخه په ۲۰۲۲ کال کې ۲ میلیارد ډالرو ته په ۲۰۲۵ کال کې راټیټه شوې ده.

فائو او د نړیوال خوړو پروګرام په ټولو ۱۶ لوږې بحراني سیمو کې، په ځانګړې توګه هغو سیمو کې چې د قحطۍ خطر سره مخ دي، د بیړنیو بشردوستانه اقداماتو غوښتنه کړې ده.

بیشتر بخوانید:  چین: د ایران د اتومي حقونو ته درناوی وکړئ.

دغو دوو بنسټونو همدارنګه پر بشردوستانه مرستو د مالي سرچینو د تأمین او اړمنو خلکو ته د بې‌خنډ لاسرسي د برابرولو ټینګار کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x