د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ محلي سرچینو ویلي دي چې د طالبانو د امر بالمعروف مأمورینو په سمنګان کې د رویدوآب ولسوالۍ کې څلور ځوانان د «لنډو لستوڼو جامو» د اغوستلو له امله نیولي دي. د سرچینو په وینا، سره له دې چې د سیمې مشرانو منځګړیتوب وکړ، طالبانو تر درېیو ورځو وروسته هم دا ځوانان نه دي خوشې کړي.
محلي سرچینو د جمعې په ورځ، د ليندۍ په شپږمه، ویلي دي چې د طالبانو د امر بالمعروف مأمورینو دا ځوانان د رویدوآب ولسوالۍ د پایتنګي کلي په یوه وادۍ مراسم کې نیولي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا ځوانان د یوې کورنۍ غړي دي او عمرونه یې د ۲۰ تر ۲۵ کلونو پورې دي.
د طالبانو محلي چارواکو په سمنګان کې تر دې دمه د دې ځوانانو د نیولو په اړه په رسمي ډول خپل نظر نه دی څرګند کړی.




