د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې (اوچا) وايي چې د طالبانو له خوا پر مرستې رسولونکو ښځو د کار بندیز، افغان ښځو او نجونو ته د ژوند ژغورونکو بشردوستانه مرستو لاسرسی او د هغوی د ستونزو رسېدنه ستونزمنه کړې ده.
دغه دفتر د جمعې په ورځ، د ليندۍ په شپږمه، په هغه پیغام کې چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد د ۱۶ ورځني کمپاین په مناسبت یې خپور کړ، وویل چې هېڅ ښځه او نجلۍ باید له پامه ونه غورځول شي یا له بشردوستانه مرستو محرومه پاتې نه شي.
اوچا په دې پیغام کې همدارنګه ټینګار کړی دی چې مرستې رسولونکې ښځې باید وکولای شي نورو ښځو ته د هغوی اړینې مرستې ورسوي.




