عطاءالله تارر: فضل‌الرحمان باید پر پاکستان او طالبانو خپل دریځ روښانه کړي

عطاءالله تارر، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، له مولانا فضل‌الرحمان، د جمعیت علمای اسلام مشر، غوښتي دي چې پر پاکستان او د طالبانو پر حکومت خپل دریځ روښانه کړي او د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ یو وټاکي.
مولانا فضل‌الرحمان، د جمعیت علمای اسلام مشر، د وینا پر مهال

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ عطاءالله تارر، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، له مولانا فضل‌الرحمان، د جمعیت علمای اسلام مشر، غوښتي دي چې پر پاکستان او د طالبانو پر حکومت خپل دریځ روښانه کړي او د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ یو وټاکي.

تارر د «جیو نیوز» خبري شبکې سره په خبرو کې فضل‌الرحمان پر بې‌ثباتۍ د لمن وهلو او پر پاکستان ضد دریځونو د خپرولو تورن کړ او ویې ویل چې سیاسي اختلافونه باید افغانستان ته د ملاتړ او پر پاکستان د دریځ نیولو لامل نه شي.

هغه د فضل‌الرحمان پر وروستیو دریځونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې هغه د یوې وسله‌والې ډلې په څېر چلند کوي او باید له خپلو دریځونو شاتګ وکړي او اختلافونه د سیاسي لارې له مخې حل کړي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر زیاته کړې ده چې د یو لوړپوړي سیاستوال له خوا پر پاکستان ضد دریځونو نیول مناسب نه دي. د هغه په وینا، د فضل‌الرحمان وروستي چلند دا تصور رامنځته کړی دی چې هغه د پاکستان حکومت سره د مخامخ کېدو په لټه کې دی؛ پداسې حال کې چې اسلام‌آباد داسې وضعیت نه غواړي.

اړوند مطالب:

بیشتر بخوانید:  په پاکستان کې د یوې ښځینه خبریالې وژنه.
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x