استفان دوجاریک، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، وايي چې د دغه سازمان تعامل له طالبانو سره د بشردوستانه فعالیتونو ترڅنګ روان دی او د افغان ښځو او نجونو د حقونو د تأمین لپاره هڅې هم روانې دي.
دوجاریک ویلي دي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو حضور یوازې د بشردوستانه مرستو وړاندې کولو ته محدود نه دی، بلکې له طالب چارواکو سره تعامل هم په بر کې نیسي.
د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو یو شمېر لوړپوړو چارواکو، په ګډون د روزماري دی کارلو، د دغه سازمان د سرمنشي مرستیالې، څو ځله افغانستان ته سفر کړی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ټینګار کړی دی چې دغه سازمان د افغان ښځو او نجونو د ټولنې په خپل وړ ځای ته د راستنېدو لپاره هڅې کوي؛ خو د دې هدف تحقق یوازې د ملګرو ملتونو د وس په انحصار کې نه دی.
هغه زیاته کړې ده چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه، په ځانګړې توګه هغه هېوادونه چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، باید د افغان ښځو او نجونو د حقونو د تأمین لپاره د هڅو ملاتړ وکړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالبانو، سره له دې چې له ملګرو ملتونو سره تعامل ته دوام ورکوي، غوښتنه کړې ده چې په دغه سازمان کې د افغانستان د دايمي استازیتوب څوکۍ دوی ته وسپارل شي.




