خلیلي: د مذهبي تنوع انکار ملي شکاف لاژور کوي

د افغانستان اسلامي وحدت ګوند چې مشري یې کریم خلیلي کوي، د طالبانو د مشر هبت‌الله آخندزاده هغه څرګندونې چې ویلي یې وو ټول افغانان حنفي مذهب دي، د هېواد له تاریخي او ټولنیزو واقعیتونو سره په تضاد کې وبللې او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول څرګندونې کولای شي په افغانستان کې مذهبي همژوندي ته زیان ورسوي
کریم خلیلي، د افغانستان اسلامي وحدت ګوند مشر

د افغانستان اسلامي وحدت ګوند چې مشري یې کریم خلیلي کوي، د طالبانو د مشر هبت‌الله آخندزاده هغه څرګندونې چې ویلي یې وو ټول افغانان حنفي مذهب دي، د هېواد له تاریخي او ټولنیزو واقعیتونو سره په تضاد کې وبللې او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول څرګندونې مذهبي همژوندي ته زیان رسوي.

دغه ګوند وویل چې یو مذهب ټولو خلکو ته منسوبول د یوې برخې اتباعو هویت او باورونه انکارول دي او حتی که اکثریت حنفي وي، هېڅ فرد یا ګروهه حق نه لري چې د نورو مذهبي حقوق او ازادۍ له پامه وغورځوي یا خپله قراءت پر ټولنه ومني.

وحدت ګوند همدارنګه د طالبانو هغه پالیسۍ چې د هزاره ګانو او شیعیانو په وړاندې لري تر نیوکې لاندې ونیولې او ویې ویل چې هغوی له سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي عرصو شړل شوي او له تبعیض سره مخ دي. دغه ګوند د هرات په دوو شیعه روحانیونو او بامیان کې د څلورو نورو روحانیونو د طالبانو له خوا د نیول کېدو خبر ورکړ او د شیعیانو د مذهبي هویت د انکار په اړه یې اندېښنه څرګنده کړه.

وحدت ګوند خبرداری ورکړ چې د مذهبي تنوع انکار او تبعیض ته لمن وهل، د ملي یووالي پر ځای د بې‌باورۍ او ټولنیز شکاف لامل کېږي، او له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بنسټونو یې وغوښتل چې د طالبانو د تبعیضي پالیسیو په وړاندې چوپ پاتې نه شي او د ټولو اتباعو، په ځانګړې توګه د تبعیض سره مخ ګروپونو مذهبي حقونو ته ملاتړ وکړي.

بیشتر بخوانید:  دطالبانو مشر: مبلغين بايد د حنفي مذهب پيروان وي

اړوند مطالب:

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x