د طالبانو مشر ، هبتالله اخندزاده د مبلغينو قانون تصويب کړی دی؛ داسې قانون چې له مخې يې هغه وګړي چې د مبلغ په توګه فعاليت کوي بايد مسلمان او د حنفي مذهب پيروان وي.
د طالبانو د عدليې وزارت د سهشنبې په ورځ، د ثور ۸مه، اعلان کړی چې دا قانون په دوو فصلونو او ۱۷ مادو کي ترتيب او خپور سوی دی. د دې قانون د پلي کېدو مسووليت د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ته سپارل سوی دی.
د قانون په متن کې راغلي چې مبلغين بايد د وينا او د راديو، مجلې او کتاب په شان رسنيو له لارې تبليغ وکړي، په دې شرط چې دغه رسنۍ د ژوندي موجوداتو له انځورونو خالي وي.
همدارنګه د دې قانون په شپږمه او لسمه ماده کي په څرګنده توګه ټينګار سوی چې مبلغ بايد د حنفي مذهب پيرو وي.
تر دې مخکې د بشري حقونو بنسټونو د طالبانو د ځينو مقرراتو، لکه د محاکمو د جزايي اصولنامې، په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او هغه يې د بشري حقونو خلاف او د قومي او مذهبي اقليتونو پر وړاندي محدودوونکي بللي وو.




