د آلمان او طالبانو ترمنځ د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرې اترې

د آلمان رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد حکومت او طالبانو د تخنیکي او محرمانه خبرو په ترڅ کې د هغو افغان وګړو د ایستلو د الوتنو د زیاتوالي پر سر هوکړه کړې ده، چې په آلمان کې په جرمي قضیو محکوم سوي دي، څو هغوی بېرته کابل ته ولېږدول سي. د راپورونو له مخې، آلمان غواړي دا پروسه منظمه کړي او د ایستلو الوتنې زیاتې کړي.
د آلمان او طالبانو ترمنځ د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرې اترې

د آلمان رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد حکومت او طالبان د تخنیکي او محرمانه خبرو په ترڅ کې د هغو افغان وګړو د ایستلو د پروازونو د پام وړ زیاتوالي پر سر هوکړې ته رسېدلي دي چې په جرمي قضیو محکوم سوي دي او کابل ته به ولېږدول سي.

د آلمان د اونیزې مجلې «بیلد ام زونټاګ» او نورو رسنیو د معلوماتو له مخې، د دې هوکړي پر اساس آلمان کولای سي د ایستلو د الوتنو شمېر تر میاشتې درې الوتنو پورې لوړ کړي، چې شاوخوا په اوونۍ کې یو پرواز ته رسېږي.

د دې راپور له مخې، د چارټر الوتنو تر څنګ به د عادي الوتنو له لارې هم د افغان وګړو ایستل ممکن وي. د «ټاګس‌شاو» شبکې لیکلي چې د آلمان د کورنیو چارو وزارت د دې اقدام له لارې غواړي د افغان وګړو د بېرته ستنولو لپاره یو ثابته هوایي لاره رامنځته کړي.

دا پروسه هغه کسان په نښه کوي چې د آلماني چارواکو له نظره خطرناک مجرمین دي او د عامه امنیت لپاره ګواښ بلل کېږي، او اوس مهال په زندانونو یا د ایستلو په ځانګړو توقیف ځایونو کې ساتل کېږي.

«بیلد ام زونټاګ» راپور ورکړی چې اوس مهال لږ تر لږه ۱۰۰ افغان وګړي د ایستلو شرایط پوره کوي او د آلمان په توقیف ځایونو کې موجود دي. ایالتي ادارې مکلفې دي چې دغه کسان د ایستلو الوتنو ته معرفي کړي او وروسته د آلمان فدرالي پولیس د هغوی د لېږد مسوولیت اخلي.

د راپورونو له مخې، په دې کسانو کې جنسي مجرمین، د نشه‌يي توکو قاچاق وړونکي او هغه کسان شامل دي چې د عامه امنیت لپاره ګواښ ګڼل کېږي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت ویلي: «د مجرمینو ایستل افغانستان ته به په منظم او باوري ډول ترسره کېږي.»

هغه مخکې ویلي وو: «هغه کسان چې زموږ له ملاتړ څخه ناوړه ګټه اخلي او په آلمان کې جدي جرمونه ترسره کوي، باید خپل راتلونکی په خپل هېواد کې ولټوي. زموږ ټولنه حق لري چې دا کسان له هېواده وباسي.»

د آلمان د کورنیو چارو د وزیر په وینا، دا تګلاره اوس په عملي ډول د پلي کېدو پړاو ته داخله سوې ده.

د روان کال له پیله تر اوسه درې د ایستلو الوتنې کابل ته ترسره سوې دي، خو رسنیو راپور ورکړی چې طالبانو د جون په میاشت کې یو پلان سوی پرواز په وروستۍ شیبه کې لغوه کړی وو.

«ان‌ډي‌آر» شبکې د دیپلوماتیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دې الوتنې د لغوه کېدو دلیل په آلمان کې د دې ډلې د دیپلوماتانو کمښت بللی دی.

د راپور له مخې، طالبانو اعلان کړی چې د ایستلو د منظم بهیر د همکارۍ لپاره په آلمان کې لا ډېرو دیپلوماتیکو کسانو ته اړتیا لري.

«ټاګس‌شاو» لیکلي چې اوس مهال یوازې دوه د طالبانو استازي په آلمان کې رسمي اعتبارنامه لري. ځینو پخوانیو افغان دیپلوماتانو «ان‌ډي‌آر» ته ویلي چې آلمان په دې برخه کې په عملي ډول د طالبانو تر فشار لاندې راغلی دی.

په ورته وخت کې د بشري حقونو سازمان «پرو اسایل» په مې میاشت کې د طالبانو سره د ایستلو د هوکړو په تړاو سخته نیوکه کړی ده. د دې سازمان اجرائیوي مشره هلن روزنه ویلي چې آلمان د داسې حکومت په عادي کولو کې برخه اخلي چې نړیواله ټولنه یې په رسمیت نه پېژني، ښځې یې له اساسي حقونو محرومې کړي او خپل مخالفان په سیستماتیک ډول ځپي.

هغې دغه اقدام د بشري حقونو له نظره ورانوونکي او د بهرني سیاست له پلوه غیرمسوولانه بللی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x