د معمار خبري آژانس د راپور له مخي؛ د ۲۰۲۶ نړیوال جام د یوشپاړسم پړاو سیالۍ تېره شپه او نن سهار (سهشنبه، د سرطان ۹مه) د درې حساسو لوبو په ترسره کېدو سره دوام وموند، چې په دې پړاو کې د سترو حیرانتیاوو څخه یوه رامنځته سوه.
په لومړۍ لوبه کې د برېزیل او جاپان ملي لوبډلې سره مخامخ سوې. دا لوبه تر وروستیو دقیقو پورې مساوي روانه وه، خو برېزیل د قانوني وخت په وروستیو ثانیو کې د بریا ګول ووهه او خپل آسیایي سیال یې د ۲ پر ۱ په پایله کې مات کړ.
په دې پایله سره، «سیلسائو» بل پړاو ته ولاړ او اوس به د عاج ساحل او ناروې د لوبې د ګټونکي په انتظار وي تر څو په راتلونکي پړاو کې خپل سیال وپېژني.
په دویمه لوبه کې، چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام د یوشپاړسم پړاو یوه ستره حیرانتیا بلل کېږي، د پاراګوای او آلمان ملي لوبډلې د شپې په ۰۰:۰۰ بجو سره مخامخ سوې. دا لوبه د ۱۲۰ دقیقو په پای کې ۱ پر ۱ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټیو کې پاراګوای د ۴ پر ۳ په پایله بریالی سوو او آلمان، چې د جام له دودیزو مدعي لوبډلو څخه شمېرل کېده، له سیالیو بهر سوو.
پاراګوای به په بل پړاو کې د فرانسې او سویډن د لوبې د ګټونکي سره مخامخ سي.
د شپې په درېیمه او وروستۍ لوبه کې، د مراکش او هالنډ ملي لوبډلې د سهار په ۰۴:۳۰ بجو سره مخامخ سوې. دا لوبه هم د قانوني او اضافي وختونو له پای ته رسېدو وروسته ۱ پر ۱ مساوي سوه او په پایله کې پنالټیو ته لاړه، چې مراکش د ۳ پر ۲ په بریا سره بل پړاو ته د تګ جواز ترلاسه کړ. د افریقا استازی به په راتلونکي پړاو کې د کاناډا ملي لوبډلې سره مخ سي.
د تېرې شپې او نن سهار د لوبو پایلې:
برېزیل ۲ – ۱ جاپان
پاراګوای ۱ (۴) – ۱ (۳) آلمان
مراکش ۱ (۳) – ۱ (۲) هالنډ




