د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ هانا نیومن، د اروپا د پارلمان غړې، د افغان وګړو له آلمان څخه افغانستان ته د لېږدولو پر سیاست نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا اقدام اروپا د طالبانو د فشار او باج غوښتنې پر وړاندې زیانمنوي.
نیومن، چې د آلمان تابعیت هم لري، د چهارشنبې په ورځ په یوه مرکه کې د افغان اتباعو لېږد افغانستان ته «احمقانه نظر» وباله او ویې ویل چې د آلمان حکومت د دې سیاست په خپلولو سره د طالبانو غوښتنو ته تسلیم سوی دی.
هغې ټینګار وکړ چې هغه کسان چې په آلمان کې جرم کوي باید د خپل بند موده د همدې هېواد په زندانونو کې تېره کړي او باید افغانستان ته ونه لېږدول سي.
د دې اروپایي پارلمان غړې په وینا، طالبان به د دغو کسانو له ستنېدو وروسته هغوی زنداني نه کړي او دا مسئله کولای سي په افغانستان کې د ښځو د امنیت لپاره جدي پایلې ولري. هغې خبرداری ورکړ چې دا وضعیت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او نورو ګواښونو د زیاتېدو خطر لا زیاتوي.
نیومن همدارنګه اندېښنه څرګنده کړه چې دا سیاست ښايي د اروپا د نورو هېوادونو لپاره هم یوه بېلګه وګرځي او د اروپايي ټولنه به لا ډېر د طالبانو د فشارونو پر وړاندې زیانمنه کړي.
هغې د آلمان د سیاست د بدلون او له طالبانو سره د خبرو اترو د پیل په اړه په ځواب کې وویل چې برلین د طالبانو په «پوپولیستي دام» کې بند پاتې سوی دی. د هغې په وینا، په آلمان کې موجوده سیاسي فضا داسې جوړه سوې چې د جرمي افغانانو شړل، پرته له دې چې د هغې پایلو ته پام وسي، په یوه سیاسي غوښتنه بدله سوې ده.
نیومن همدارنګه د آلمان په بن ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ او په برلین کې د افغانستان د سفارت طالبانو ته د سپارلو پر پرېکړه نیوکه وکړه او ویې ویل چې دا اقدام د هغو زرګونو افغان وګړو امنیت له خطر سره مخ کړی چې د طالبانو له واکمنۍ تښتېدلي دي.
هغې زیاته کړه چې دا پرېکړه کولای سي طالبانو ته د مخالفانو او افغان پناه غوښتونکو معلوماتو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي او حتی د هغوی د نښه کېدو احتمال په بهر کې هم زیات کړي.
دې اروپایي پارلمان غړې په دوام کې بروکسل ته د طالبانو د یوه پلاوي سفر ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دا اقدام د ډېرو افغان وګړو لپاره ناهیلې کوونکی دی. هغې ټینګار وکړ چې که تخنیکي خبرې اړینې وي، نو کولای سي په کابل کې ترسره سي او اړتیا نسته چې د طالبانو پلاوی په رسمي ډول اروپایي هېوادونو ته راوبلل سي.
نیومن یادونه وکړه چې اروپايي ټولنې پنځه کاله وړاندي له طالبانو سره د تعامل لپاره مشخص معیارونه ټاکلي وو، چې پکښې د بشري حقونو رعایت، د یو ټولشموله حکومت جوړول، د بشري مرستو ته بېخنډه لاسرسی او د دې مخنیوی شامل وو چې افغانستان د ترهګرو ډلو په پناه ځای بدل نه سي.
هغې زیاته کړه چې د هغې په باور د طالبانو کړنې د دغو ټولو معیارونو په پرتله لا خرابې سوې دي او دا روښانه نه ده چې ولې اوس له دې ډلې سره په تعامل کې بېلابېل معیارونه پلي کېږي.
نیومن په پای کې وویل چې د اروپايي ټولنې کمیسیون، چې د طالبانو پلاوي یې بروکسل ته بللی وو، د اروپا پارلمان له لوري د دې سفر د موخو، د خبرو د محتوا او د دې لیدنې د پایلو په اړه د وضاحت لپاره ورغوښتل سوی دی.




