د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ مرتضی آقایي، د مرکزي اربعین ستاد د نوملیکنې او لېږدونې کمېټې مسؤل، د روان کال د اربعین په ورځو کې د ایران له پولو څخه د بهرنیو وګړو د وتلو د شرایطو د اسانتیا خبر ورکړی دی.
هغه په یوه مرکه کې ویلي چې تېر کال بهرنیو وګړو یوازې د شلمچې او چذابه له پولو تګ راتګ کاوه او د هغوی د وتلو زمینه یوازې د اربعین له ورځې یوه ورځ مخکې برابره سوې وه.
آقایي زیاته کړې چې سږ کال د نیول سویو پرېکړو له مخې، بهرني وګړي هم د ایراني زیارت کوونکو په څېر کولای سي د اربعین د عملیاتو له پیل او د صفر میاشتې له لسمې نېټې څخه خپل سفر پیل کړي او له ټاکل سویو پولو څخه ووځي.
د نوموړي په وینا، د دې پرېکړې له مخې، بهرني وګړي نور اړ نه دي چې خپل وتل د اربعین تر وروستیو ورځو پورې وځنډوي، بلکې کولای سي په ښه پلان جوړونه او مناسب وخت کې خپل سفر ترسره کړي.
د مرکزي اربعین ستاد د نوملیکنې او لېږدونې کمېټې مسؤل ټینګار کړی چې دا اقدام د زیارت کوونکو د تګ راتګ د بهیر د اسانتیا، پر پولو د ګڼهګوڼې د کمېدو او د اربعین حسيني په مراسمو کې د ګډون کوونکو لپاره د خدمتونو د ښه والي په موخه ترسره سوی دی.




