د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې یو زر او ۹۹ افغان کډوال په پاکستان کې له توقیفځایونو څخه تر آزادېدو وروسته بېرته هېواد ته راستانه سوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، یاد کسان د تورخم او سپینبولدک له دروازو هېواد ته داخل سوي دي، چې له ډلې یې ۸۹۶ کسان د تورخم له لارې او ۲۰۳ نور د سپینبولدک له لارې افغانستان ته بېرته راغلي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت زیاته کړې چې بېرته راستانه سوي کډوال د معلوماتو له ثبت، لومړنیو مرستو له ترلاسه کولو او اړینو پړاوونو له بشپړېدو وروسته، خپلو اصلي مېشتځایونو ته لېږدول سوي دي.
دا بهیر په داسې حال کې دوام لري چې په وروستیو میاشتو کې ګڼ شمېر افغان کډوال په پاکستان کې له نیول کېدو، ایستلو او جبري ستنېدو سره مخ سوي دي.
نړیوالو بنسټونو او د کډوالو د حقونو مدافع سازمانونو مخکې هم د ګاونډیو هېوادونو له خوا د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د انساني پایلو په اړه اندېښنه ښودلې او د بشري حقونو د اصولو د مراعات او د زیانمنو کسانو د ملاتړ غوښتنه یې کړې ده.




