د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ تېره شپه د سېشنبې په ورځ، د سرطان ۲۳مه، د ۲۰۲۶ نړیوال جام د نیمهپایلوبو لومړۍ لوبه ترسره سوه، چې پکښې د فرانسې او هسپانیې دوو پیاوړو لوبډلو یو د بل پر وړاندې لوبه وکړه.
په دې لوبه کې، چې د دواړو لوبډلو د وروستۍ بڼې له مخې داسې اټکل کېده چې فرانسویان به برلاسي ولري، هسپانیه ښه وځلېده او خپل سیال ته یې د دوو ګولونو په وهلو ماته ورکړه.
د لوبې په لومړیو دقیقو کې دواړو لوبډلو هڅه کوله چې د توپ او میدان واک ترلاسه کړي او د یو بل د دروازې پر وړاندې د ګول وهلو فرصتونه جوړ کړي، خو په دې برخه کې ډېرې بریالۍ نه وې.
دا حالت تر هغه دوام وکړ چې د لوبې په ۱۶مه دقیقه کې د فرانسې د عثمان دمبله او کیلیان امباپه له خوا په یوه چټک برید سره هسپانوي لوبغاړي ناڅاپه حیران کړل، خو په پای کې یې له دې فرصت څخه ګټه وانخیسته.
له دې وروسته، دا هسپانیه وه چې خپلې موخې ته ورسېده. د لوبې په ۲۰مه دقیقه کې، وروسته له هغې چې لوکاس دینیه د جریمې په ساحه کې پر لامین یامال خطا وکړه، لوبڅار د ماتادورانو په ګټه د پنالټۍ نقطې ته اشاره وکړه. میکل اویارسابال د پنالټۍ وهلو لپاره ودرېد او د ګول په بدلولو سره یې د لوبې لومړی ګول وواهه، او په دې سره یې په دې سیالیو کې خپل پنځم ګول هم ثبت کړ.
لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ په تګ او راتګ روانه وه، تر دې چې په ۳۸مه دقیقه کې د دلافوئنته شاګردانو د یوې ښې ډلهییزې لوبې له لارې، چې له رودري څخه پیل او بیا د اولمو او یامال په ښکلي تاکتیکي حرکتونو بشپړه سوه، د ګول ښه فرصت ترلاسه کړ؛ خو فابین رویس د وروستي ګوزار په وهلو کې لازم دقت ونه کړ او دا فرصت هم له لاسه ووته.



