د ۲۰۲۶ نړیوال جام د نیمهپایلوبو تر پای ته رسېدو وروسته، د دغو سیالیو د پایلوبې ته د رسېدلو دواړو لوبډلو څېرې روښانه سوې او د ارجنټاین او هسپانیې ملي لوبډلو د پایلوبې د ګډون جواز ترلاسه کړ.
البیسلسته به د نړیوال جام په پایلوبه کې د اتلولۍ جام د خپلولو لپاره د هسپانیې پر وړاندې ډګر ته کښته سي.
تر دې لوبې وړاندې به فرانسه او انګلستان د نړیوال جام د درېیم مقام په لوبه کې یو د بل پر وړاندې سیالي وکړي.
د همدې مهالوېش له مخې، د نړیوال جام د درېیم مقام لوبه به د یکشنبې د ورځې، د سرطان د ۲۸مې، سهار وختي د امریکا د میامي ښار په هارډ راک لوبغالي کې د انګلستان او فرانسې د ملي لوبډلو ترمنځ ترسره سي.
همدارنګه، د نړیوال جام د درویشتم پړاو پایلوبه به د یکشنبې د ورځې، د سرطان د ۲۸مې، د تهران پر وخت د شپې په ۱۰:۳۰ بجو د نیویارک–نیوجرسي په مټلایف لوبغالي کې ترسره سي، چې د ارجنټاین او هسپانیې ملي لوبډلې به د اتلولۍ د سرلیک د خپلولو لپاره یو د بل پر وړاندې ولوبېږي، څو د ۲۰۲۶ نړیوال جام دوسیه وتړل سي.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام د وروستیو دوو لوبو مهالوېش:
یکشنبه، د ۱۴۰۵ کال د سرطان ۲۸مه
د درېیم مقام لوبه: فرانسه – انګلستان، د شپې ۱۲:۳۰ بجې، د میامي هارډ راک لوبغالی.
پایلوبه: هسپانیه – ارجنټاین، د شپې ۱۰:۳۰ بجې، د نیوجرسي مټلایف لوبغالی.




