د معمار خبري اژانس راپور له مخې؛ د اروپا د زلزلې پېژندنې مرکز اعلان کړی دی چې د یکشنبې په شپه د افغانستان د وخت په ۱۰:۱۸ بجو، د ۵.۱ درجو زلزلې د دغه هېواد هندوکش سیمه ولړزوله.
د راپورونو له مخې، د دې زلزلې څپې په کابل او پروان ولایتونو کې هم احساس شوې دي.
تر دې خبر د خپرېدو پورې، د دې زلزلې د احتمالي مرګژوبلې یا مالي زیانونو په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.




