په پروان کې ترافيکي پېښې پنځه کسان ووژل

د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ په یوه ترافيکي پېښه کې پنځه کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکښې شامل دي، مړه سوي او اووه نور ټپیان سوي دي.
افتتاح ۱۷۵ پروژه انکشافی در پروان با حمایت بانک جهانی

د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ په یوه ترافيکي پېښه کې پنځه کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکښې شامل دي، مړه سوي او اووه نور ټپیان سوي دي.

په پروان کې د طالبانو امنيه قوماندانۍ اعلان کړی چې دغه پېښه د تېری ورځې په ماښام د کوه‌صافي ولسوالۍ د مندي‌قول په سیمه کې رامنځته سوې ده.

د طالبانو په وینا، یو فلنکوچ ډوله موټر د تخنیکي ستونزې له امله له اصلي سړک څخه اوښتی او چپه سوی دی.

طالبانو اعلان کړي چې د دې پېښې له امله پنځه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان سوي دي. ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول سوي دي.

د طالبانو چارواکو زیاته کړې چې د پېښې د کره لامل د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x