په کندز کې په یوه چریکي برید کې د طالبانو یو قوماندان ووژل سوو

په کندز ولایت کې سیمه‌ييزې سرچینې وایي چې د طالبانو پر پنځمې امنیتي حوزې په یوه چریکي برید کې یو قوماندان او درې نور طالبان وژل سوي او ټپیان سوي دي.
په کندز کې په یوه چریکي برید کې د طالبانو یو قوماندان ووژل سوو

په کندز ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې نن ماښام د کندز ښار د چرخاب په سیمه کې د طالبانو پر پنځمې امنیتي حوزې چریکي برید سوی دی.

د دغو سرچینو په وینا، چاودنه د شپې شاوخوا نهه بجې رامنځته سوې او له هغې وروسته د کندز ښار د طالبانو د پنځمې امنیتي حوزې آمر، مولوي عبدالولي سنګریار، له خپلو درېیو تر لاس لاندې کسانو سره یوځای وژل سوی او ټپیان سوي دي.

د پېښې له ځایه رسېدلي انځورونه د چاودنې د ځای شاوخوا د طالبانو د ځواکونو پراخ حضور ښايي.

سرچینو تر اوسه د دې برید د څرنګوالي، د برید د ترسره کوونکو او د مرګ‌ژوبلې د کره شمېر په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي. همدارنګه، د دې راپور تر خپرېدو پورې هېڅ شخص یا ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی او د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په یو شمېر شمالي ولایتونو کې د بریدونو او امنیتي پېښو د زیاتېدو راپورونه خپاره سوي دي؛ هغه موضوع چې د دغو سیمو د امنیتي وضعیت په اړه د طالبانو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د جمعې په ورځ هم د سپاهیان میهن جبهې ځواکونو اعلان کړی وو چې د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ باندې یې برید کړی او د څو ساعتونو لپاره یې د دغې ولسوالۍ کنټرول په خپل واک کې درلود.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x