په افغانستان کې د بشري بحران د خرابېدو په اړه د روسیې خبرداری

ماریا زاخارووا ، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ، د افغانستان د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې چې بشري مرستې دې له سیاسي موضوعاتو څخه جلا وساتل سي.
په افغانستان کې د بشري بحران د خرابېدو په اړه د روسیې خبرداری

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ ماریا زاخارووا ، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ، اعلان کړی چې په افغانستان کې بشري وضعیت لا هم د اندېښنې وړ دی او د ماشومانو د مړینې د کچې لوړېدل او د پولیو ناروغۍ خپرېدل د مسکو له مهمو اندېښنو څخه شمیرل کیږي .

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د چهارشنبې په ورځ د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو پر بنسټ ویلي، چې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان په پوله ييزو سیمو کې د پولیو ۲۱ پېښې ثبت سوې دي، او تر ۱۰ کلونو کم عمره ماشومان په دغو سیمو کې په عملي توګه له واکسین څخه بې برخې پاته سوي دي.

زاخارووا همدارنګه ویلي، چې په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې کچه لا هم لوړه ده او په هرو زرو ژوندیو زېږونونو کې ۳۳.۱ پېښو ته رسېږي؛ چې د هغې په وینا، دا شمېره نږدې د نړۍ د منځنۍ کچې دوه برابره ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې لوېدیځ هېوادونه د افغانستان د بشري بحران د یوې برخې مسؤل بللي او ویلي یې دي چې د نړیوالو مرستو سیاسي کېدل، له بندیزونو او د افغانستان د شتمنیو له کنګل پاتې کېدو سره یوځای، د بشري اړتیاوو د پوره کولو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

هغې له لوېدیځو هېوادونو وغوښتل چې افغانستان ته بشري مرستې له سیاسي مسایلو څخه جلا وساتي او د دې هېواد د وګړو د اړینو مرستو د ترلاسه کولو مخه ونه نیسي.

د زاخارووا څرګندونې د روغتیا نړیوال سازمان د وروستي راپور سره هم‌مهاله مطرح کېږي. دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په تېره یوه اوونۍ کې د ننګرهار، هلمند او هرات ولایتونو کې د پولیو څلور نوې پېښې ثبت سوې دي.

د دغه راپور له مخې، د دغو نویو پېښو له ثبتېدو سره، په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په پولیو د اخته کسانو شمېر ۱۱ تنو ته لوړ سوی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x