یونیسف: د مسلکي مهارتونو زده کړه د افغانستان د ځوانانو لپاره د ښه راتلونکي د جوړولو کلي ده

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق اعلان کړی چې د مسلکي مهارتونو زده کړه کولای سي د افغانستان د ځوانانو راتلونکي لپاره غوره فرصتونه برابر کړي.
یونیسف: د مسلکي مهارتونو زده کړه د افغانستان د ځوانانو لپاره د ښه راتلونکي د جوړولو کلي ده

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق اعلان کړی چې د مسلکي مهارتونو زده کړه کولای سي د افغانستان د ځوانانو راتلونکي لپاره غوره فرصتونه برابر کړي.

دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ، د سرطان په ۲۴مه، د «ځوانانو د مهارتونو نړیوالې ورځې» په مناسبت د خیاطۍ د زده‌کړې د یوه کارځای انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې دا پروګرامونه د ځوانانو د پیاوړتیا په موخه جوړېږي.

د یونیسف په وینا، د مسلکي مهارتونو د زده‌کړې دغه کارځایونه په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ په ملاتړ جوړ سوي، څو ځوانانو ته د زده‌کړې او د کاري وړتیاوو د زیاتوالي زمینه برابره سي.

له دې سره سره، د افغانستان ډېری ځوانان، په ځانګړې توګه انجونې، لا هم له پراخو ستونزو سره مخ دي، چې پکښې بېوزلي، بې‌کاري او د طالبانو له لوري لګېدلي محدودیتونه شامل دي.

د ملګرو ملتونو د بنسټونو د شمېرو له مخې، ځوانان د افغانستان د نفوس له ۶۰ سلنې څخه زیاته برخه جوړوي، خو د هغوی لپاره د زده‌کړې او د کار فرصتونه لا هم محدود دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x