په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د بحران د سختېدو په اړه د یونیسف خبرداری

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په خپل نوي راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د خوړو او تغذیې د ناامنۍ له امله د خوارځواکۍ د زیاتېدونکي خطر سره مخ دي، او د دې بحران د پراخېدو د مخنیوي لپاره بېړنی اقدام او د بودجې برابرول اړین دي.
په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د بحران د سختېدو په اړه د یونیسف خبرداری

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د خوړو او تغذیې د ناامنۍ له امله د خوارځواکۍ له مخ پر زیاتېدونکي خطر سره مخ دي.

یونیسف د یکشنبې په ورځ، د سرطان په ۲۱مه، په یوه راپور کې خبرداری ورکړی چې د خوړو او د تغذیې ناامني د ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ د زیاتېدو له مهمو لاملونو څخه ده، او د ماشومانو د خوړو د رژیم ساتنه بېړنیو او پراخو اقداماتو ته اړتیا لري.

دغه بنسټ ویلي چې د لومړي ځل لپاره په ټول افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ وضعیت او د کورنیو د خوړو د ناامنۍ تجربه په هم‌مهاله ډول ارزول سوې ده.

د دې راپور پر بنسټ، د خوړو د تنوع کمېدل، د ځینو خوړو د وختونو پرېښودل، د ماشومانو د خوړو د اندازې کمېدل او د هغوی وږي پاتې کېدل، په هېواد کې د تغذیې د بحران د سختېدو لومړنۍ نښې بلل کېږي.

یونیسف زیاته کړې چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۶ ولایتونو کې د ۲۰۲۵ کال په پرتله د سختې خوارځواکۍ کچه لوړه سوې ده، او تر دوو کلونو کم عمره ماشومانو له دې وضعیت څخه تر ټولو ډېر زیان لیدلی دی.

دغه نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د خوړو د ناامنۍ دوام کولای سي د ماشومانو پر جسمي او ذهني ودې جدي او اوږدمهالې اغېزې ولري او د راتلونکي نسل روغتیا له ګواښ سره مخامخ کړي.

یونیسف همدارنګه د بودجې د بېړني برابرولو او د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې د پروګرامونو د پراختیا غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې پر وخت اقدام کولای سي د خوړو د ناامنۍ څخه په شدیدې او مرګونې خوارځواکۍ د بدلېدو مخه ونیسي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د پراخې بېوزلۍ، پرله‌پسې وچکالیو، د نړیوالو مرستو د کمېدو او د کډوالو د پراخه بېرته ستنېدو له امله د خوړو د امنیت او تغذیې په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x