د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق: پر ځوانانو پانګونه د افغانستان راتلونکی پیاوړی کوي

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اعلان کړی چې پر تنکیو ځوانانو او ځوانانو پانګونه او له هغوی څخه ملاتړ، د افغانستان لپاره د لا پیاوړي او دوامدار راتلونکي د جوړېدو بنسټ برابروي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق: پر ځوانانو پانګونه د افغانستان راتلونکی پیاوړی کوي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اعلان کړی چې پر تنکیو ځوانانو او ځوانانو پانګونه او له هغوی څخه ملاتړ، د افغانستان لپاره د لا پیاوړي او دوامدار راتلونکي د جوړېدو بنسټ برابروي.

دغه بنسټ د یکشنبې په ماښام، د سرطان په ۲۱مه، په خپله اېکس پاڼه کې په خپاره کړي پیغام کې لیکلي چې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د زده‌کړو فرصتونو برابرول، د افغانستان د ځوان نسل په وده، پیاوړتیا او غوړېدنه کې مهم رول لري.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق زیاته کړې چې روغتیايي خدمتونو ته د ځوانانو لاسرسی، د ژوند د مهارتونو زده‌کړه او د مناسبو فرصتونو رامنځته کول، هغوی د سالم، ګټور ژوند او په ټولنه کې د اغېزمن ګډون لپاره چمتو کوي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې ځوانان، که له اړینو امکاناتو او فرصتونو څخه برخمن سي، کولای سي د خپلو ټولنو په وده او پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

خو له دې سره سره، د افغانستان ډېر ځوانان، په ځانګړي ډول انجونې، لا هم له یوه ناڅرګند راتلونکي او پراخو ستونزو سره مخ دي. زده‌کړو ته په لاسرسي کې محدودیتونه، د کاري فرصتونو کمښت، د بېوزلۍ پراخېدل او د علمي فرصتونو راکمېدل، هغه مهمې ستونزې دي چې د هېواد د ځوان نسل د یوې لویې برخې پر ژوند او راتلونکي یې ژور اغېز کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x