ملګري ملتونه: هره میاشت په افغانستان کې ۵۰ کسان د ناچاودېدلو مهماتو قرباني کېږي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې په اوسط ډول هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودېدلو مهماتو د چاودنو له امله وژل کېږي یا ټپیان کېږي. د دې ادارې په وینا، نږدې ۸۰ سلنه د دغو پېښو قربانیان ماشومان جوړوي.
ملګري ملتونه: هره میاشت په افغانستان کې ۵۰ کسان د ناچاودېدلو مهماتو قرباني کېږي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې په اوسط ډول هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان په افغانستان کې د ناچاودېدلو مهماتو د چاودنو له امله وژل کېږي یا ټپیان کېږي. د دې ادارې په وینا، نږدې ۸۰ سلنه د دغو پېښو قربانیان ماشومان جوړوي.

اوچا د سې شنبې په ورځ د یوې ویډیو په خپرولو سره ټینګار کړی چې د افغانستان وګړي باید وکولای سي په امن کې او د پټو چاودېدونکو توکو له وېرې پرته خپل ژوند ته دوام ورکړي.

دې ادارې خبرداری ورکړی چې د ماین پاکۍ او د ناچاودېدلو مهماتو د پاکولو پروګرامونه، چې د ملکي وګړو د ژوند په ساتنه کې مهم رول لري، په وروستیو میاشتو کې د نړیوالو مالي مرستو د پراخ کمښت او بندېدو له امله له جدي محدودیتونو سره مخ سوي او د دغو پروګرامونو د فعالیت کچه په څرګند ډول راټیټه سوې ده.

اوچا د دغو پروګرامونو د مالي ملاتړ پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان وګړي حق لري په داسې چاپېریال کې ژوند وکړي چې د ماینونو او د جګړې د پاتې نورو چاودېدونکو توکو له ګواښ څخه پاک وي.

ناچاودېدلي مهمات او د لسیزو جګړو پاتې ماینونه لا هم په افغانستان کې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو، د مرګ‌ژوبلې له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۳.۳ میلیونه کسان په افغانستان کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو له ککړو سیمو سره نږدې ژوند کوي او لا هم له جدي خطر سره مخ دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x