ملګري ملتونه: په افغانستان کې شاوخوا ۱۱ میلیونه ښځې او انجونې بشري مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اعلان کړی چې په افغانستان کې له ۱۰.۷ میلیونو څخه ډېرې ښځې او انجونې بشري مرستو ته اړتیا لري او لا هم د دغه هېواد د بشري ناورین له تر ټولو زیان‌منونکو ډلو څخه شمېرل کېږي.

اوچا د سې شنبې په ورځ، د سرطان په ۲۳مه، په خپله ایکس پاڼه کې د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي چې روغتیايي خدمتونه، په ځانګړي ډول د میندو د روغتیا په برخه کې، د مخ پر زیاتېدونکو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري او د طالبانو له لوري د ښځو پر تګ راتګ، زده‌کړو او کار بندیزونو اړینو خدمتونو ته د هغوی لاسرسی لا ډېر محدود کړی دی.

په دغه راپور کې راغلي چې په ټول افغانستان کې بشري مرستندویه ادارې د روغتیايي وضعیت د خرابېدو، د خوړو د نه خوندیتوب د پراخېدو او هغو خدمتونو ته د ښځو د لاسرسي د کمېدو په اړه اندېښنه ښايي چې د ښځینه متخصصینو له خوا وړاندې کېږي.

اوچا همدارنګه خبرداری ورکړی چې د انجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو د دوام له امله، د ښځو او انجونو وضعیت لا پسې خرابېدای سي. دغه بنسټ زیاته کړې چې بشري مرستندویان د انجونو لپاره د زده‌کړیزو فرصتونو د کمېدو له امله، د افغانستان د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابله ګانو د راتلونکي لاسرسي په اړه مخ پر زیاتېدونکې اندېښنه لري.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې ملګرو ملتونو تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې د شاوخوا ۲۵ زرو ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخامخ سي؛ هغه موضوع چې د زده‌کړې او درملنې خدمتونو ته د لاسرسي ستونزې به لا پسې زیاتې کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x