د معمار خبري اژانس راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر په افغانستان کې (یوناما) وايي چې دغه هېواد د اسلامي هنر، معمارۍ او لاسي صنعتونو په پرمختګ کې ارزښتناکه ونډه درلوده.
یوناما نن (چهارشنبه، د لړم ۲۷مه) د «د اسلامي هنر نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي دي: «په افغانستان کې دا بډایه او پاتې میراث په اصلي قالینو، هنري اثارو، دودیزو ګاڼو او لویو تاریخي ابداتو لکه په مزار شریف کې روضه مبارک (د حضرت علي ارامګاه)، د هرات جامع جومات او سلګونو نورو تاریخي ځایونو کې ښکاره شوی دی.»
د یوناما په وینا، دا اثار د افغانستان هغه ارزښتناکه ونډه انځوروي چې «د اسلامي هنر، معمارۍ او لاسي صنعتونو په پرمختګ کې یې درلوده.»
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر په افغانستان کې همدارنګه ویلي دي چې اسلامي هنر د پېړیو خلاقیت، حکمت او د کلتورونو ترمنځ د اړیکو انځورګر دی.
د ملګرو ملتونو د زدهکړې، ساینس او کلتور سازمان (یونسکو) هم په دې مناسبت پر دې ټینګار کړی دی چې اسلامي هنر «د بشریت د ګډ میراث د ساتنې، کلتوري تنوع او د ملتونو ترمنځ د خبرو اترو او همدلی د پراخولو» په برخه کې لوړ ځای لري.
د نومبر ۱۸مه هره ورځ د یونسکو په ۲۰۱۹ کال کې په څلوېښتمه عمومي غونډه کې «د اسلامي هنر نړیواله ورځ» اعلان شوه.
یونسکو ویلي دي چې د دې ورځې د نومولولو هدف د اسلام هنري ښکارندو په اړه چه په تېرو وختونو کې وي او چه په اوسني دوران کې د پوهاوي زیاتول او همدارنګه د اسلامي کلتور د بشري تمدن په برخه کې د ونډې پېژندل دي.




