وحید صابري، د افغانستان نامتو سندرغای وفات شو

وحید صابري، د افغانستان د موسیقۍ نامتو سندرغاړی او د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو پیژندل شوو څېرو څخه و، د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې وفات شو.
وحید صابري، د افغانستان نامتو سندرغاړی

د معمار خبري اژانس راپور له مخې؛ وحید صابري، د افغانستان د موسیقۍ نامتو سندرغاړی او د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو پیژندل شوو څېرو څخه و، د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې وفات شو.

صابري چې په کابل کې زیږیدلی و او د حبیبیه لیسې کې یې زده‌کړې کړې وې، خپل هنري فعالیت په ځوانۍ کې د خپلې لومړنۍ سندرې په ثبتولو سره چې د «دختر زحمت‌کش دهقان منم» په سرلیک او د «ساحر هراتي» د کمپوز او شعر سره وه، په کابل راډیو کې پیل کړ.

هغه په ۱۹۸۰ لسیزه کې د فرهاد دریا، اسد بدیع، مختار مجید او جاوید راهي په څېر هنرمندانو سره یوځای په کابل کې «باران ګروپ» تاسیس کړ چې پراخه محبوبیت ته ورسېد.

د وحید صابري له مشهورو او پاتې سندرو څخه کولای شو «دو موجود ز هستی گرامی‌تر است»، «یک روز بلند آفتابی»، «دل خریدار تو باشد» او «ابرها اگر ببارد» ته اشاره وکړو.

هغه روسیې ته له مهاجر کېدو او بهر کې له فعالیت وروسته، په ۲۰۰۰ میلادي کلونو کې هم البومونه خپاره کړل او هند ته په خپلو سفرونو کې یې د هندي نغمه‌جوړوونکو او ارکستر په ملتیا لسګونه موسیقایي ټوټې ثبت کړې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x