د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو لارو د پرانیستلو په اړتیا ټینګار کړي دي .
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رسنیو دفتر د سه شنبې، د دلو ۲۱، په خبرپاڼه کې ویلي چې سید کریم هاشمي، د دې خونې مشر، د یوناما مرستیال ایندریکا راتوته سره آنلاین غونډه وکړه.
په دې غونډه کې دواړو خواوو د افغان سوداګرو د ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې، چې د افغانستان او پاکستان د بند سوو بندرونو او سوداګریزو لارو له امله رامنځته سوي دي.
د دې لیدنې په ترڅ کې، دواړو لورو پر دې ټینګار کړی چې سوداګرۍ باید سیاسي ونه ګڼل سي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې بې له کوم شرط او بندیزه پرانیستل سي، همدارنګه یې د سوداګریزو توکو د سمدستي تګ راتګ د بیا پیل غوښتنه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو او اسلامآباد تر منځ د سیاسي او پوځي کړکیچونو له امله، د افغانستان او پاکستان سوداګریزې لارې څو میاشتې تړلې پاتې دي، چې دې وضعیت د دواړو هېوادونو سوداګرۍ او اقتصاد ته پراخ زیان رسولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د مالیې وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې افغانستان ته په پاکستاني جوړ سوو درملو او دواګانو د واردولو بندیز لګول سوی دی؛ هغه کړنه چې کولای سي د هېواد په بازار او روغتیایي برخه کي نوي ستونزې رامنځته کړي.




