د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ، د دې ډلې د مشر ، هبتالله اخندزاده په حکم د ترافیک پولیس نوم “د تګ راتګ شرطه” ته بدل کړی دی.
په هغه خبرپاڼه کې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ، د سرطان په اتمه، خپره کړې، د “ترافیک پولیس” پر ځای د “د تګ راتګ شرطه” عبارت کارول سوی دی.
په دې خبرپاڼه کې ټراکټورونه، رېکشې او نور هغه نقلیه وسایط چې څراغونه نه لري، د لویو لارو له تګ راتګ او د شپې له ګرځېدو څخه منع سوي دي.
د طالبانو چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د “پولیس” نوم “شرطه” ته د بدلولو په اړه څرګند نظر نه دی ورکړی، خو موندنې ښايي چې دا حکم په تدریجي ډول په بېلابېلو ادارو کې عملي کېږي.
“شرطه” یوه عربي کلمه ده چې ځینې عربي هېوادونه یې د پولیسو لپاره کاروي.
د سرچینو د راپورونو له مخې، هبتالله اخندزاده له څو میاشتو راهیسې د دې ډلې له چارواکو غوښتي چې ځینې نومونه له بهرنيو ژبو څخه د پښتو او دري رسمي ژبو ته بدل کړي.
د هغه وړاندیز دا دی چې ټاکل سوي نومونه باید د هغه په باور “اسلامي بڼه” ولري.
تر دې وړاندې طالبانو د سرحدي پولیس نوم هم “شرطه سرحدي” ته بدل کړی وو.
طالبانو د بیا واک ته رسېدو وروسته د یو شمېر دولتي ادارو، په ګډون د قول اردوګانو، نومونه هم عربي کړي دي.
هبتالله اخندزاده همدارنګه حکم کړی چې د دولتي ادارو له نومونو څخه د “ملی” کلمه لیرې سي. د دې حکم پر بنسټ، له یو شمېر ادارو څخه د “ملی” کلمه لیرې سوې او پر ځای یې “عمومی” کلمه کارول سوې ده.
د طالبانو د رسمي مکتوب له مخې چې د ثور په پنځمه لیکل سوی، د ملا هبتالله په حکم “د ملي احصائیې او معلوماتو اداره” له دې وروسته “د عمومی احصائیې او معلوماتو اداره” او “د ملي امتحاناتو اداره” “د عمومی امتحاناتو اداره” ته بدله سوې ده.




