طالبانو له ایران څخه غوښتي چې کربلا ته د افغان زیارت کوونکو د تګ راتګ بهیر اسانه کړي.

قدرت‌الله جمال ، د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اداري او مالي مرستیال ، په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر ، علیرضا بیکدلي سره په لیدنه کې د لوړو سپېڅلو زیارتونو، په ځانګړي ډول کربلا ته د افغان زیارت کوونکو لپاره د اړینو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه.
طالبانو له ایران څخه غوښتي چې کربلا ته د افغان زیارت کوونکو د تګ راتګ بهیر اسانه کړي.

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ قدرت‌الله جمال ، د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اداري او مالي مرستیال ، په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر ، علیرضا بیکدلي سره په لیدنه کې د لوړو سپېڅلو زیارتونو، په ځانګړي ډول کربلا ته د افغان زیارت کوونکو لپاره د اړینو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه.

جمال په دې لیدنه کې د ایران او افغانستان دوستانه اړیکو ته په اشارې وویل، د دواړو هېوادونو د اړیکو په پام کې نیولو سره تمه کېږي چې کربلا ته د افغان زیارت کوونکو لپاره د ګرځندوی، درملنې، زده‌کړو او ترانسپورټ په برخو کې لازم امکانات او اسانتیاوې برابرې سي.

هغه همدارنګه د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر څخه وغوښتل چې د ایران د ښوونیزو مرکزونو له ظرفیتونو او تجربو څخه په ګټې اخیستنې، د ګرځندوی د برخې د استادانو او طالبانو لپاره ښوونیز او پوهنتوني سیمینارونه جوړ سي، ترڅو هغوی د ایراني استادانو له تجربو او علمي لاسته راوړنو څخه ګټه واخلي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x