د افغانستان د آزادۍ جبهې او د ملي مقاومت جبهې، چې د طالبانو مخالفې نظامي او سیاسي ډلې دي، د عاشورای حسيني په مناسبت په خپرو سویو پیغامونو کې له هغو څه چې «پر شیعهګانو د فشارونو زیاتوالی او پر مذهبي مراسمو محدودیتونه» بلل سوي، نیوکه کړی او طالبان یې په هېواد کې د مذهبي کړکېچونو په رامنځته کولو تورن کړي دي.
د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د جمعې په ورځ، د سرطان په ۵مه نېټه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې له دشت برچي (د کابل لوېدیځ) څخه تر بدخشانه پورې «د اوسني کربلا جغرافیه» رامنځته سوې ده. دې جبهې، پرته له دې چې د طالبانو نوم واخلي، لیکلي چې پر افغان ملت «د ظلم او بېعدالتۍ توره» تحمیل سوې او د زغم، برابرۍ او د یو بل منلو ارزښتونه په نښه سوي دي.
په دې اعلامیه کې ویل سوي چې «د افغانستان د عزت دښمنان» هڅه کوي چې د تبعیض په لګولو او د مذهبي، قومي او کلتوري تنوع په له منځه وړلو سره په هېواد کې د حذف او انحصار سیاست حاکم کړي. د مقاومت جبهې ټینګار کړی چې د عاشورا پیغام د ظلم پر وړاندې درېدل او د زور او سختدریځي پر وړاندې نه تسلیمېدل دي.
په همدې حال کې، د افغانستان د آزادۍ جبهې هم په یوه جلا اعلامیه کې ویلي چې سږکال عاشورا په داسې شرایطو کې ترسره کېږي چې طالبانو د شیعه عزادارۍ پر مراسمو او د عزادارانو پر فردي کړنو محدودیتونه لګولي او ددې جبهې په وینا ، د مذهبي شخړو د زیاتېدو زمینه یې برابره کړې ده.
دې جبهې د محرم د بیرغونو او نښو لیرې کول، د ځینو د مراسمو د تنظیموونکو نیول، او هغه څه چې «د شیعه عزادارانو ته ګواښ او سپکاوی» بلل سوي، د «سیسټماټیک تبعیض او د مذهبي کرکې د خپرولو» بېلګې بللې دي.
په ورته وخت کې، یو شمېر افغان سیاسي څېرو هم د پیغامونو په خپرولو سره د عاشورای حسيني لمانځنه کړې ده.
حامد کرزي، د افغانستان پخواني ولسمشر ، عاشورا د اصلاحغوښتنې، ویښتیا او ټولنیز مسوولیت سمبول بللی او ویلي یې دي چې امام حسین (ع) د ټولنیزو انحرافاتو پر وړاندې په درېدو سره د اسلامي امت لپاره د اصلاح او پوهاوي لار وټاکله.
حنیف اتمر، د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیرهم عاشورا د اسلام په تاریخ کې له تلپاتې پېښو څخه یوه بللې او ټینګار یې کړی چې دې پېښې د آزادۍ، عدالتغوښتنې، صبر، قربانۍ او د حق لپاره د مبارزې ارزښتونه تلپاتې کړي دي.
فوزیه کوفي، د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې هم په خپل پیغام کې ویلي چې عاشورا د ظلم، زورواکي او خپلسرۍ پر وړاندې د درېدو درس ورکوي او د کربلا پېښې وښوده چې د حقیقت او عدالت غږ نه بندیږي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د سیمهییزو سرچینو په وینا، طالبانو په وروستیو ورځو کې په کابل، هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کې د محرم د مراسمو پر ترسره کېدو محدودیتونه لګولي دي. همدارنګه راپورونه ښايي چې د محرم د ځینو نښو لیرې کول او د شیعه مذهبي څېرو نیول هم خپاره سوي دي.
په همدې حال کې د عاشورا د مراسمو پر مهال، د کابل، هرات، بامیان او غزني یو شمېر اوسېدونکو د مخابراتي شبکو د خدماتو د ګډوډۍ او قطع کېدو خبر ورکړی دی. د هغوی په وینا، د جمعې له سهاره د موبایل ټیلیفون لاینونه بند وو، خو په ځینو سیمو کې د وایفای انټرنېټ خدمتونه لا هم فعال پاتې وو.




