اروپايي ټولنه: زده‌کړه باید د سیاست وسیله ونه ګرځي

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سرپرستې استازې ټینګار کړی چې زده‌کړه باید هېڅکله د سیاسي وسیلې په توګه ونه کارول سي، او خبرداری یې ورکړی چې د ښځو او انجونو له زده‌کړې بې‌برخې کول د افغانستان ثبات، پرمختګ او راتلونکی له جدي ننګونو سره مخ کوي.
اروپايي ټولنه: زده‌کړه باید د سیاست وسیله ونه ګرځي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخي، ورونیکا بوسکوویچ پوهار، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سرپرستې استازې ، د ښځو او نارینه‌وو د زده‌کړې پر برابر لاسرسي ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی چې زده‌کړه باید هېڅکله د سیاسي وسیلې په توګه ونه کارول سي.

هغې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې زده‌کړه د هېوادوالو له بنسټیزو حقونو څخه شمېرل کیږي ، او باید د سیاسي ملاحظاتو پرته د ټولو وګړو، په ځانګړي ډول ښځو او انجونو په لاسرسي کې وي.

بوسکوویچ پوهار ټینګار کړی چې د ښځو او نارینه‌وو زده‌کړه د افغانستان د ثبات، پرمختګ او ودې لپاره مهم رول لري، او د ټولنې د یوې برخې له زده‌کړې بې‌برخې کول د هېواد راتلونکي ته پراخ زیانونه رسوي.

د اروپايي ټولنې سرپرستې استازې همدارنګه ټینګار کړی چې د زده‌کړې نظام باید د برابر لاسرسي او بېله تبعیضي چلند پر بنسټ اداره سي او له زده‌کړې څخه باید هېڅکله د سیاسي وسیلې په توګه کار وانخیستل سي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالبانو په تېرو نږدې پنځو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو او انجونو پر زده‌کړو پراخ محدودیتونه لګولي دي.

د دې محدودیتونو له مخې، انجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړې او همدارنګه له پوهنتونونو بې‌برخې سوې دي، هغه اقدام چې له پراخو کورنیو او نړیوالو نیوکو سره مخ سوي دي.

اروپايي ټولنې او نورو نړیوالو بنسټونو څو ځله له طالبانو غوښتي چې د ښځو او انجونو پر وړاندي د زده‌کړې محدودیتونه لیرې کړي او د افغانستان ټولو وګړو ته د زده‌کړې برابر لاسرسی برابر کړي.

د ښوونې او روزنې کارپوهان هم خبرداری ورکوي چې د انجونو پر زده‌کړې دوامداره بندیز کولای سي د افغانستان پر انساني، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ اوږدمهاله منفي اغېزې ولري او د راتلونکو نسلونو د پرمختګ فرصتونه له جدي محدودیتونو سره مخ کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x