د طالبانو د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې اعلان کړی چې تېره ورځ یې د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۸۶۲ بېرته راستانه سویو کورنیو ته د ځمکو نمرې وېشلې دي.
د دغې کمېټې د ورکړل سویو معلوماتو له مخې، په دې پروګرام کې شاملو کورنیو ، د ننګرهار، فراه، هلمند، فاریاب او بلخ ولایتونو کې د ځمکو نمرې ترلاسه کړې دي.
دې کمېټې ویلي چې بېرته راستانه سویو کډوالو ته د ځمکو د نمرو د وېش بهیر د دایمي مېشتېدنې د زمینې برابرولو او له هغو کورنیو څخه د ملاتړ په موخه ترسره کېږي چې له کلونو کډوالۍ وروسته خپل هېواد ته راستانه سوي دي.
د دغې ادارې د اعلان له مخې، د یادو ۸۶۲ کورنیو لپاره د ځمکو له وېش سره، په ټول هېواد کې بېرته راستانه سویو کډوالو ته د وېشل سویو ځمکو د نمرو ټولیز شمېر ۵۰ زره او ۲۶۵ ته رسېدلی دی.
دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران او پاکستان څخه، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر زیات سوی او د راستانه سویو کورنیو لپاره د دایمي مېشتېدنې، لومړنیو خدمتونو او د ژوند د اړتیاوو د برابرولو اړتیا تر بل هر وخت ډېره مطرح سوې ده.




