بدخشان ۵.۳ درجې زلزلې ولړزاوه

د دوشنبې ورځې په مازیګر، د سرطان په لومړۍ نېټه، د ۵.۲ تر ۵.۳ درجې پورې یوې زلزلې د افغانستان د شمال ختیځ ځینې سیمې ولړزولې او د کابل په ګډون د یو شمېر سیمو اوسېدونکو یې ټکانونه احساس کړل.
زلزله‌ای به بزرگی ۶ ریشتر، افغانستان را لرزاند

د دوشنبې ورځې په مازیګر، د سرطان په لومړۍ نېټه، د ۵.۲ تر ۵.۳ درجې پورې یوې زلزلې د افغانستان د شمال ختیځ ځینې سیمې ولړزولې او د کابل په ګډون د یو شمېر سیمو اوسېدونکو یې ټکانونه احساس کړل.

د امریکا د ځمک‌پوهنې ادارې (USGS) اعلان وکړ چې دغه زلزله د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ د سوېل لوېدیځ په ۴۲ کیلومترۍ کې د ۵.۲ درجې په ځواک رامنځته سوې ده.

هم‌مهاله، د اروپا ـ مدیترانې د زلزلو د ثبت مرکز (EMSC) د دې زلزلې ځواک ۵.۳ درجې ښودلی او مرکز یې د بدخشان ولایت بللی دی.

د دغه مرکز د راپور له مخې، زلزله د ځمکې په ۱۹۰ کیلومتره ژوروالي کې رامنځته سوې، چې د نسبتاً ژورو زلزلو له ډلې شمېرل کېږي او ټکانونه یې په لیرو سیمو کې هم احساسېدای سي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکو ویلي چې د دې زلزلې ټکانونه یې په پلازمېنه کې احساس کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x