طالبانو د کابل په لویدیځ کې د یو لوی مسجد د جوړېدو خبر ورکړ

د طالبانو د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت اعلان کړی چې د کابل ښار په کوټه‌سنګي سیمه کې به یو لوی مسجد جوړ سي چې د ۱۸ تر ۲۰ زره لمونځ کوونکو د ځایېدو ظرفیت به ولري.
طالبانو د کابل په لویدیځ کې د یو لوی مسجد د جوړېدو خبر ورکړ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت اعلان کړی چې د کابل ښار په کوټه‌سنګي سیمه کې به یو لوی مسجد جوړ سي چې د ۱۸ تر ۲۰ زره لمونځ کوونکو د ځایېدو ظرفیت به ولري. ددغه وزارت په وینا ، د دې پروژې لپاره له ۵۵ زره متره مربع څخه زیاته ځمکه په نظر کې نیول سوي او تخنیکي څېړنې یې هم بشپړې سوې دي.

دغه وزارت د یکشنبې په ورځ (۳۱ جوزا) په یوه خبرپاڼه کې د دې پروژې د تخنیکي مطالعاتو د بشپړېدو خبر ورکړی، خو د لګښت، د بودجې د سرچینې او د کار د پیل یا پای نېټې په اړه یې لا جزئیات نه دي ورکړي.

پلان سوی چې دا مسجد د کابل په یوه ګڼ مېشته سیمه کې جوړ سي. طالبانو په تېرو نږدې پنځو کلونو کې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه مسجدونه جوړ کړي دي.

د دې پروژې اعلان په داسې حال کې کېږي چې افغانستان لا هم یو له تر ټولو ژورو انساني او اقتصادي کړکېچونو سره مخ دی. میلیونونه وګړي د ژوند د لومړنیو اړتیاوو لپاره بشري مرستو ته اړ دي او د هېواد ډېر ښارونه له معیاري زیربناوو، ښاري خدماتو او عامه اسانتیاوو څخه بې‌برخې دي.

سره له دې چې هېواد له پراخه بې وزلۍ، بې‌کارۍ، کډوالۍ، د خوړو له ناامنۍ او د بشري حقونو په اړه له نړیوالو نیوکو سره مخ دی، طالبان د مسجدونو جوړول د خپلو مهمو لومړیتوبونو په توګه وړاندې کوي.

نړیوالو ادارو څو ځله په افغانستان کې د بې وزلۍ او د خوړو د ناامنۍ د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په یوه وروستي راپور کې ویل سوي چې په ۲۰۲۵ کال کې له هر څلورو افغانانو څخه درې تنه د خپلو اساسي اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري، چې پکښې کافي خواړه هم شامل دي.

همدارنګه د نړیوال بانک اټکلونه ښايي چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې شاوخوا ۱۴ میلیونه وګړي د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ سوي او تمه کېږي چې دا شمېر د راتلونکي ژمي تر پایه ۱۷.۴ میلیونو ته لوړ یي، چې د هېواد نږدې ۴۰ سلنه نفوس جوړوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x